Tuesday, April 30, 2019

Pashto ghazal

غزل

لکه غني ، لکه خيام ، نشه يې سترګو کې ده
د شرابي غزل د جام ، نشه يې سترګو کې ده

جلۍ ولاړه ده په بام ، نشه يې سترګو کې ده
ټالۍ وهي سر ماښام ، نشه يې سترګو کې ده

جلال پرېوځي ګام په ګام ، نشه يې سترګو کې ده
ستا د تومت، ستا د الزام ، نشه يې سترګو کې ده

لښکر په لر وطن ډاډه په يرغل ځکه ورځي
د بر وطن د قتل عام ، نشه يې سترګو کې ده

زما ياران د مړ پاچا په غلامۍ نازيږي
وايي چې ، ځه خو د نظام ، نشه يې سترګو کې ده

مزارۍ پېغله پېښور کې هسکې سترګې ګرځي
د خپل پښتون پښتون باګرام ، نشه يې سترګو کې ده

د دې يتيم ځلمي له سترګو نه چې وينې څاڅي
د شهيد پلار د انتقام ، نشه يې سترګو کې ده

په ما دې ډکې پيالې بنګ نه څښي په شنه سبايي
په ما دې نه کوي سلام ، نشه يې سترګو کې ده